Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک سبا ۲۰ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): د افغانستان بانک سبا پنج‌شنبه (د وري ۲۱مه) د داوطلبۍ له لارې ۲۰ میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.

یاد بانک نن پر خپله اېکس‌پاڼه له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو پر شرایطو له برابرو شرکتونو غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینې لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د سرچینې په حواله، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

دا په داسې حال ده چې د افغانستان بانک د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۷مه هم د داوطلبۍ له لارې ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر لیلام کړي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.