ګردېز (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): د پکتیا امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې ۵۰۳ کیلوګرامه خام چرس نیول شوي دي.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د احمدابا ولسوالۍ په زرګل سیمه کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې په يوه کارخونه کې ۵۰۳ ګرامه چرس کشف او ترلاسه شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه کارخونه کې ۶۱۹ کيلوګرامه د بنګو دانې، يو پيکپ موټر، د چرسو پروسس يو ميز او ځيني نور توکي هم تر لاسه شوي دي.
امنیه قومانداني وایي چې په دې تړاو یې درې تنه هم نیولي او له څېړنو وروسته به یې عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP