فیضاباد (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): بدخشان کې ځایي مسوولین وايي، د بدخشان – تخار لویه لار نن سهار د باران او سېلابونو راتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د بدخشان له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې رییس مولوي محمداکرم اکبري پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار (د وري ۲۰مه) د بدخشان – تخار لویه لار کې د سخت ورښت له امله سېلابونه راغلي او د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
هغه زیاته کړه، ښايي توپان او ورښت د بدخشان په نورو ولسوالیو کې هم د سېلابونو راتلو لامل شي خو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي راپور نه دی ترلاسه شوی.
نوموړی دغه راز له مسافرو غواړي، تر هغه چې لاره نه وي پرانیستل شوې، له سفر کولو دې ډډه وکړي څو د احتمالي پېښو مخنیوی وشي.
سرچینه وايي، اړوندې ادارې په سیمه کې د وضعیت د څېړنې په حال کې دي او هڅه کوي چې یاده لار ژر پرانیستل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP