Language

د پاکستان له زندانونو لسګونه نور افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د پاکستان له زندانونو ۳۹ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کسان پرون د یاد هېواد له زندانونو ازاد او نن هېواد ته راستانه شوي دي.

دې سرچینې د کندهار د سپین‌بولدک سرحدي امریت له قوله لیکلي: «یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي وو او له پنځو ورځو تر یوې میاشتې پورې زنداني وو.»

سرچینه کاږي چې ازاد شوي افغانان د بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په ۱۹مه هم د پاکستان له زندانونو ۱۰۱ افغان زندانیان خوشې او هېواد ته راستانه شوي وو.