کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، میدانوردګو او سرپل ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو له امله پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د افغانستان سترې محکمې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د میدانوردګو ولایت د جلرېز ولسوالي لومړۍ محکمې د پرېکړې له مخې، څلورو کسانو ته چې پر غلا تورن وو، تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچینې زیاته کړې، دوه تورن پر دوه – دوه کاله تنفیذي بند او ۲۵ – ۲۵ دُرو، یوه بل تورن پر درې کاله او شپږ میاشتې تنفیذي بند او ۲۵ دُرو او څلورم پر دوه کاله او اته میاشتې تنفیذي بند او ۲۵ درو سزا محکوم شوي دي.
دغه راز، سترې محکمې په یوه بله خبرپاڼه کې لیکلي چې د سرپل استیناف محکمې یوې ښځې ته د نامشروع اړیکو په جرم تعزیري سزا ورکړې ده.
سرچینې ویلي، محکمې ياده مجرمه پر يو کال تنفیذي بند او ۳۹ درو محکومه کړې وه چې یاده پرېکړه د سترې محکمې له تایید وروسته پلې شوه.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم سترې محکمې ویلي وو چې په سرپل کې یې دوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP