Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې درېیمه لوبه د باران له امله د نپيال په ګټه تمامه شوه

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): د افغانستان له ۱۹ کلنو کم‌عمره کرکټ ملي لوبډلې او د نیپال لوبډلې ترمنځ درېیمه او وروستۍ لوبه د دوامداره ورښت له امله پوره ترسره نه شوه او د «ډي‌اېل‌اېس» د قانون له مخې د نیپال په ګټه پای ‌ته ورسېده.

دغه لوبه چې نن په نیپال کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د نیپال پر وړاندې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

په یاده سیالي کې د نیپال لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ۴۵م اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۹۱ منډې وکړې.

د افغان لوبډلې په ګټه په توپ‌اچونه کې حفیظ ځدراڼ څلور، زیت‌الله شاهین او عبدالعزیز دوه – دوه، روح‌الله عرب او محبوب‌خان بیا د نیپال لوبډلې یو – یو لوبغاړي وسوځول.

په مقابل کې، افغان لوبډلې د ورکړل شوي هدف د تر لاسه کولو لپاره لوبه پیل کړه او په ۲۱م اوور کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۶ منډې کړې وې چې د باران د ورښت له امله وځنډېده.

اوس د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي چې لوبه د شدید او دوامداره ورښت له امله بشپړه نه شوه او د ډي اېل اېس قانون له مخې، د ۸۵ منډو په توپیر د نیپال لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.

کرکټ بورډ ویلي، افغان لوبډلې د درېیو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په لومړیو دوه لوبو کې د نیپال لوبډلې ته ماتې ورکړې وه او د یادې لوبلړۍ جام ۲-۱ افغان لوبډلې ګټلی دی.

د یادونې ده، له دې وروسته به افغان لوبډله د راتلونکي ۲۰۲۶ کال د ۱۹ کلنو نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالیو کې ګډون وکړي چې د اپریل میاشتې په ۱۳مه نېټه په نیپال کې ترسره کېږي.

افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ د عمان لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.