کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۴): یوناما په یوه تازه راپور کې ویلي، ا.ا د امر بالمعروف او نهی عنالمنکر قانون د پلي کولو لپاره سیستماتیکې هڅې کوي خو ا.ا د دغه راپور په غبرګون کې ویلي، یو شمېر استخباراتي سازمانونه د تېر په څېر د خپلو شومو موخو ترلاسه کولو لپاره د عامه ذهنونو د مغشوشولو هڅه کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه تازه راپور کې ویلي، اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون پلي کولو لپاره د دوی د نورو فرمانونو پرتله ډېرې، سیستماتیکې او دوامداره هڅې کوي.
راپور کې راغلي: «په افغانستان کې واکمن چارواکي په ټینګ هوډ سره هڅه کوي چې د خپل سوچه اسلامي نظام لیدلوری په ټول هېواد کې پلي کړي.»
د یوناما د راپور له مخې، د دغه قانون د پليتابه لپاره ۲۸ ولایتونو ته ولایتي کمېټې استول شوې دي او په ځانګړو صلاحیتونو سره نږدې درې زره او ۳۰۰ محتسبانو ګومارل شوي دي.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر د یوناما راپور ته په غبرګون کې ویلي: «محتسبینو پهټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، ناوړه دودونو له منځه وړلو او نورو برخو کې د الهي فرامینو پلي کولو ترڅنګ یوازې په تېریوه کال ۱۴۰۳ ه ش کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په ټولو ولایتونو مې د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو او ورکړې په موخه ۱۱۳۳مېرمنو د اجباري نکاحو قضیې حل کړي دي او هغوی ته یې خپل شرعي حق سپارلی دی.»
ده ویلي، دغه راز د یاد وزارت محتسبینو د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو د خوندیتوب په موخه زرګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي، کورنيبند خونو او ورته نورو غیر شرعي زور زياتي او د حقوقو نه ورکړې برخه کې د هغوی له حقونو څخه دفاع کړې.
خیبر ویلي: «بلخوا یو شمېر مجهوله استخباراتي ادرسونه او سازمانونه د تېر په څېر د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو په موخه د یاد وزارت دا لاسته راوړنې نادیده ګڼې او د خپلو شوو افواهاتو پر بنسټ په اسلامي نظام په ځانګړې ډول په امر بالمعروف، نهې عنالمنکر اوشکایتونو اورېدلو وزارت دا تور لګوي چې ګواکې دغه وزارت له پامه غورځولي دي چې دوی دا کړنه یوازې د عامه ذهنیت د خرابولو اومغشوشولو په موخه ترسره کوي موږ یو ځل بیا دا خبره تکراوو چې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ټولواسلامي او بشري او حقونو ته ژمن دی.»
د ده په خبره، هغه ادرسونه چې د یاد وزارت پر وړاندې یې تخریب، تحریف، افواهات او چشم پوشۍ ته کار ویلی اوس افغان ولس پېژندلياو ددوی په تشویش ایجادونکو کړنو څوک نه دوکه کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP