Language

کابل کې یوه کس په یوه شخړه کې له وهل ډبول کېدو وروسته ساه ورکړې

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۴): د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې د ماشومانو پر سر شخړه کې یو کس وهل ډبول شوی او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړې؛ امنیه قومانداني وایي، د پېښې عاملین نیول شوي دي.

یاده شخړه د پنځمي ناحیې اړوند د خوشحال خان سپین کلي څلورلارې ته څېرمه د دوو کورنیو ترمنځ د ماشومانو پر سر شوې ده.

د یادو کورنیو له ډلې د یوې کورنۍ غړي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال وشوه.

هغه زیاته کړه چې لومړی د دوو کورنیو ماشومانو تر خپل منځ شخړه کړې خو وروسته په دوو موټرو کې سپاره کسان راغلي او له یوه موټره شپږ کسان راکښته شوي او د بازمحمد په نوم کس یې چې زوی یې شخړه کړې وه، د خپل کور مخې ته ډبولی دی.

ده وویل: «موټر دوه وو، یو موټر چې شپږ کسیز دی، راځي او کسان ترې راښکته کیږي او بازمحمد باندې وار کوي، تعقیبي موټر چې راځي، نفر ترې کوزیږي او د سلاح ګېټ کش کوي خو کله چې صحنه ویني، نفر ولوېږي، بېرته موټر ته خیژی او تښتي.»

دی وایي، بازمحمد روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دوو کورنیو ترمنځ شخړې شوې وه.

هغه د جزییاتو له ورکولو پرته د پنځمې امنیتي حوزې د معلوماتو له مخې وویل، دغه کس سپین‌ږيری و او قلبي ناروغۍ یې هم درلوده خو د پېښې عاملین نیول شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.