Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایټالیا ۷۰۰ اضافي افغان کډوال مني

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۴): راپورونه وايي، د ایټالیا د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او ځینو سازمانونو ترمنځ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شوی چې له مخې به یې ۷۰۰ افغان کډوال دغه هېواد ته ولېږدول شي.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، «سنټ‌اېګیډیو» کاتولیکي ټولنې د تړون چارو کې مهم رول لوبولی دی او د دغې ټولنې او د ایټالیا د بېلابېلو وزارتونو او سازمانونو ترمنځ د نوې هوکړې پربنسټ به ۷۰۰ افغان کډوال د دې ټولنې د «بشري دهلېزونو» له لارې ایټالیا ته ولېږدول شي.

د یادې ټولنې مشر مارکو امپلیاچو ویلی، دا د هغو کسانو لپاره د هیلې نښه ده چې د نړۍوالې ټولنې لخوا هېر شوي او له کلونو راهیسې د ژغورل کېدو په تمه دي.

راپور کې راغلي چې ایټالیا د دغو کډوالو د چارو اسانولو لپاره د څو کورنیو ټولنو او د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (یو ‌اېن‌اېچ‌سي‌ار) یو هوکړه‌لیک هم لاسلیک کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.