Language

د پاکستان له زندانونو نږدې ۲۰۰ نور افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۲۱ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۱۹۲ نور افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت نن (پنج‌شنبه) د یاد مطلب څرګندولو ترڅنګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد کسان پرون د پاکستان له زندانونو ازاد شوي او نن هېواد ته راستانه شول.

سرچینې د کندهار د سپین‌بودلک د سرحدي امریت له قوله لیکلي: «یاد کسان د پاکستان هېواد په بېلابېلو ځایونو کې نیول شوي او له یوې تر ۵ ورځو پورې بندیان وو.»

سرچینه لیکي چې یاد افغانان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم ۳۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راګرځېدلي وو.