Language

نیمروز کې د بندروالۍ لپاره د ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرونو تم‌ځای جوړېږي

کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وايي چې د نیمروز ګمرک اړوند د یاد ولایت د بندروالۍ لپاره د څه باندې ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د موټرو تم‌ځای د جوړولو چارې پیل شوې.

مالیې وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د موټرونو دغه تم‌ځای په شاوخوا ۴۷ جربیه ځمکه کې په اساسي ډول جوړېږي چې په جوړېدو سره به یې د ګمرک کارکوونکو، سوداګرو او موټر چلوونکو ته په بېلابېلو برخو کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، پر دغه تم‌ځای ۵۴.۲ میلیونه افغانۍ لګښټ راځي چې د دغه وزارت له پرمختیایي بودجې ورکول کېږي.

سرچینه زیاتوي چې د یادې پروژې چارې به د یوه افغاني شرکت له لوري تر راتلونکو شپږو میاشتو بشپړې شي.