کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له درېیو موسسو سره د څه باندې ۲.۵ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ څلور هوکړهلیکونه لاسلیک کړل.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې یاد هوکړهلیکونه «د ناروې د کډوالو د ملاتړ ادارې»، «د کلیو د بیارغونې او پراختیا پروګرام» او «د چاپېریال ساتنې تعلیم او پراختیا» موسسو سره لاسلیک شول.
یاد وزارت لیکلي چې دغه څلور هوکړهلیکونه دوه میلیون او ۵۵۰ زره او ۲۷۰ امریکايي ډالر ارزښت لري.
سرچینې زیاته کړې، د دغو څلورو هوکړهلیکونو له مخې به ذکر شوې موسسې یاده اندازه پیسې د خوراکي توکو وېش، د سرپناه جوړولو، حرفوي زدهکړو او عامه پوهاوي برخو کې ولګوي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، له یادو پروژو به ۶۶۶۰ بېځایه شوې او راستنې شوې کورنۍ ننګرهار، کابل، کندهار، کندز، هرات، بادغیس، کونړ، بلخ او سرپل ولایتونو کې برخمنې شي.
د کډوالو چارو وزارت له دې مخکې هم له یو شمېر کورنیو او بهرنیو موسسو سره د همکارۍ هوکړهلیکونه لاسلیک کړي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP