کابل (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، په فراه او غزني ولایتونو کې اوو کسانو ته په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د فراه ولايت بالابلوک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم او دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو، تعزیري سزا ورکړل شوه.
سرچینې لیکلي، ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې یو مجرم پر ۳۹ دُرو او دوه متهمين پر ۲۰ـ ۲۰ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.
سترې محکمې دغه راز لیکلي چې په غزني ولایت کې څلور کسانو ته چې پر غلا تورن وو تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
د یادې محکمې د معلوماتو له مخې، دوه تورن کسان پر لس – لس کاله تنفیذي بند او ۳۹ – ۳۹ دُرو او دوه نور بیا پر پنځه – پنځه کاله تفیذي بند او ۳۹ – ۳۹ دُرو محکوم شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP