مزارشریف (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۴): د بلخ بدني روزنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار او بلخ ولسوالۍ کې د ۱۸۰ لوبغاړو ترمنځ د کورش یو ورځینۍ سیالۍ ترسره شوې.
د بلخ د بدني روزنې او ورزش ریاست د مطبوعاتو مسوول حمیدګل لېوال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې سیالیو موخه د کورش لوبې د ودې او ملي لوبو ته د غوره کسانو ورپېژندل دي.
د لېوال په خبره، په بلخ کې د دغو سیالیو ترسره کول د کورش ورزش د ودې لپاره مهم دي او د دوام لپاره یې هڅې روانې دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د بلخ په مرکز مزارشریف ښار سینا سټډیوم کې د ۱۰۰ او بلخ ولسوالۍ کې د ۸۰ لوبغاړو ترمنځ د یوې ورځې لوبې لپاره دغه لوبې ترسره شوې.
بلخ یو کورشکار عزیزاحمد وایي، ورزشي سیالۍ، په ځانګړي ډول د کورش سیالۍ مهمې دي او د دغه ولایت اوسېدونکي د داسې سیالیو جوړېدو غوښتونکي دي.
د کورش یو بل ورزشکار صبغتالله وایي چې مسوولین دې ورزشکاران وهڅوي او د لا پرمختګ لپاره دې ورته اسانتیاووې برابرې کړي.
د یادونې ده، له دې مخکې هم د اختر شپو او ورځو کې د دغه ولایت په چهارکنت، کشندې، شورتیپې او کلدار ولسوالیو د سلګونه ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP