Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان له زندانونو ۲۶۳ نور افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۶۳ نور افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کسان د وري میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه هېواد ته راستانه شول.

سرچینې د کندهار د سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد ۲۶۳ کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوی وو او له یوې تر پنځو ورځو بندیان وو.

د کډوالو وازارت لیکلي چې یاد افغانان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم ۱۹۲ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راګرځېدلي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.