جلالاباد (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بټيکوټ ولسوالۍ کې يوه کس خپله مېرمن وژلې او دی هم د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی.
د ننګرهار ولايت د امنیې قوماندانۍ وياند سيد طیب حماد پژواک خبري اژانس ته وویل،، تېره شپه د بټيکوټ ولسوالۍ اړوند د کوزو مشواڼو په سيمه کې يوه ځايي اوسېدونکي خپله مېرمن زندۍ کړې او وژلې يې ده.
دی وايي، د پېښې له راپور سره سم، د بټيکوټ د امنیې قوماندانۍ منسوبین د پېښې ځای ته رسېدلي او یاد کس یې نیولی دی.
هغه وویل چې له دغه کس به د څېړنو له بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
يو ځايي اوسېدونکي اولګل وایي چې دغه پېښه د کورني تاوتریخوالي او شخړو له امله رامنځته شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP