Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې پر نشه‌يي توکو د روږدو ښځو د درملنې یو ځانګړی روغتون جوړ شو

غزني ښار (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۴): د غزني ولایت په مرکز کې د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پر نشه‌يي توکو د روږدو ښځو د درملنې یو ځانګړی ۲۰ بستریز روغتون جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د عامې روغتیا وزارت اداري معین مولوي بخت‌الرحمن شرافت د دغه روغتون د  پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دغه وزارت لپاره نږدې شپږ میلیارده افغانۍ بودجه تصویب شوې چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې به روغتیایي مرکزونه پرې جوړ شي.

نوموړي زیاته کړه، دا لومړی ځل دی چې په غزني کې پر نشه‌يي توکو د روږدو ښځو د درملنې ځانګړی روغتون جوړېږي او مخکې له دې د ښځو لپاره ورته کوم روغتون نه و.

په ورته مهال، د غزني د عامې روغتیا رییس ډاکتر محمدزیرک زیرک وویل چې دا مرکز د ځوانانو د روغتیا او پرمختګ موسسې (YHDO) له‌خوا د ۱۲۰ زره امریکايي ډالرو په مالي مرسته جوړ شوی.

دی وايي، په دې روغتون کې نه یوازې د غزني، بلکې د ګاونډیو ولایتونو روږدو ښځو درملنه هم کېږي.

هغه وویل، دغه مرکز به یوازې د ښځو له‌خوا ښځو ته خدمتونه وړاندې کوي؛ له داخلې ډاکترانو نیولې تر نرسانو او روان‌پوهانو پورې، ټول کارکوونکي ښځینه دي.

دی زیاتوي چې دغه روغتون کې به د روږدو ښځو درملنه په وړیا ډول ترسره کېږي او په وینا یې چې یوه معتاده ښځه به تر ٤٥ ورځو د متخصصو ډاکټرانو تر څارنې او درملنې لاندې وي.

د یادونې ده، په غزني کې پر نشه‌يي توکو د نارینه روږدو د درملنې دوه روغتیایي مرکزونه هم فعال دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.