Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د ترافیکي پېښې له امله اتو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

مهترلام (پژواک، ۲۲ وری ۱۴۰۴): د لغمان امنیه قومانداني وایي، د کابل ــ جلال‌اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یوې ښځې ژوند له لاسه ورکړی او د درېیو ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون اووه نور کسان ټپیان شوي دي.

د لغمان د امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی پژواک اژانس ته وویل، دغه پېښه نن غرمه مهال دولس‌نیمې بجې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د دغه ولایت اړوند مشعله تنګي سیمه کې د یو کرولا موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

هغه وايي، په یاده پېښه کې یوه مېرمن مړه شوې، د درېيو ماشومانو او یوې مېرمنې په ګډون اووه نور ټپيان شوي دي.

د ده په وینا، پېښه د موټرچلوونکي د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او ټپیان د ننګرهار روغتون ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.