کابل (پژواک، ۲۳ وری ۱۴۰۴): له ۱۹ کلنو د کمعمره کرکټ لوبډلو د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالۍ چې سبا په نیپال کې پیلېږي، د افغان لوبډلې په ګډون په کې پنځه لوبډلې برخه لري.
د افغانستان کرکټ بورډ نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، په یادو سیالیو کې پنځه لوبډلې برخه لري او هره لوبډله څلور لوبې ترسره کوي چې له منځه به یې مخکښه لوبډله د کرکټ نړۍوالې شورا د نوولس کلنو لوبغاړو نړۍوال جام سیالیو ته لار ومومي.
سرچینې زیاته کړې، د دغو سیالیو د مهالوېش له مخې به افغان لوبډله سبا د (اپریل ۱۳مه) په خپله لومړۍ لوبه کې د عمان د ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې به افغان لوبډله خپله دویمه لوبه د اپریل په ۱۴مه له هانګ کانګ لوبډلې سره، درېیمه لوبه به د اپریل په ۱۶مه د متحده عربي اماراتو لوبډلې سره او څلورمه لوبه به بیا د همدې میاشتې په ۱۹مه له نیپال لوبډلې سره ترسره کړي.
ټاکل شوې، د کرکټ نړۍوالې شورا د ۱۹ کلنو کمعمره لوبغاړو ۵۰ اووریزه نړۍوال جام سیالۍ د راتلونکي ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې په نمیبیا او زمبابوې هېوادونو کې ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP