Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې له څه باندې ۳۲۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

فراه‌ښار (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): د فراه ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت په درې ولسوالیو کې له څه باندې ۳۲۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

د فراه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویليچې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ د شیبکوه، پشتکوه او خاک‌سفید ولسوالیو کې له ۳۲۵۶ کورنیو سره شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ لیتره غوړي، ۶ کیلوګرامه دال او یوه اندازه د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.