Language

د پاکستان له زندانونو ۲۸ نور افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۸ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه کسان تېره ورځ هېواد ته راستانه شول.

سرچینې د کندهار د سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او تر پنځو ورځو بندیان وو.

د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.

خو د کډوالو چارو وزارت نه دي ویلي چې دا مهال څومره افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې وري میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه هم ۲۶۳ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.