غزني ښار (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): غزني کې ۶۸ نوي ځوانان چې ځیني یې په جبري ډول له ایران څخه را ایستل شوي وو، د کار او ټولنیزو چارو ریاست د حرفوي زدهکړو له شپږ میاشتني پروګرامه فارغ او د کار وسایل ورکړل شول.
د غزني ولايت د کار او ټولنيزو چارو رییس مولوي عبدالقیوم مکلم په همدې موخه جوړې شوې غونډه کې وویل، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (يونيسف) په مالي ملاتړ چې چارې یې د افغانستان پرمختیایي او ولسي خدمتونو موسسې له لوري پر مخ وړل کېدې، ۶۸ هغو نوو ځوانانو ته چې په دې وروستیو کې له ایرانه په جبري ډول را ایستل شوي او بېبرخلیکه وو، حرفوي زدهکړې ورکړل شوې.
هغه وویل، دغه ځوانان چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو کم دي، د خیاطۍ، برق، مبایل ترمیم، نجارۍ، پېويسي، موټرسایکل ترمیم، موټر ترمیم، ولډینګکاري، موټر رنګولو، فلزکارۍ او نورو برخو زدهکړې ورکړل شوې.
نوموړي وویل، د دغه کورس استادانو او زدهکوونکو ته په میاشتني ډول ۲۵۰۰ افغانۍ هم ورکول کېدې او له فراغت وروسته هر ځوان ته د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د اړوند کار د وسایلو یو کېټ هم ورکړل شو.
ورته مهال، هغه نوي ځوانان چې له دغه پروګرام فارغ شوي، خوښ دي او د نورو ځوانانو لپاره هم د ورته پروګرامونه د جوړېدو غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP