ګردېز(پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴) د پکتيا سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د کرکټ اختريز جام سيالۍ د جهانګير لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د «زرملوال چمپينز ټرافي» تر سرليک لاندې جوړې شوې چې د پکتيا مرکز ګردېز، بېلابېلو ولسواليو او کلبونو څخه ۲۸ لوبډلو په کې ګډون کړی و.
د پکتيا د کرکټ بورډ امر بختمحمد زرملوال وويل چې يادې لوبې د تېرو پنځو کلونو راهيسې د اختر شپو او ورځو کې د کرکټ بورډ امريت سره په همغږۍ د سيمې د ځوانانو په شخصي هڅو ترسره کېږي.
هغه دغه راز وويل چې د کليوال کرکټ د ودې او پراختيا لپاره يادې لوبې مهمې دي.
ورته وخت کې، د يادو لوبو يوه تنظيموونکي عبدالله الهام وويل چې د يادو لوبو له جوړېدو موخه د ځوانانو ترمنځ د يووالي رامنځته کول او کرکټ لوبې ته وده ورکول دي.
هغه وويل يادو لوبو شاوخوا لس ورځې وخت ونیوه چې پایلوبه يې تېره ورځ مازدیګر د جهانګیر او خوازک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د جهانګیر لوبډلې په بریا سره دغه سیالۍ پای ته ورسېدې.
يوه لوبغاړي محمدنعيم نيازي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ډول لوبې کولی شي چې ښه لوبغاړي په کې و روزل شي او ملي او نورو لوبډلو ته لاره پيدا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP