فیضاباد (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): بدخشان کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په فیضاباد – بهارک لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسانالله کامګار پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه نن (یکشنبه) مخکې له غرمې د بهارک ولسوالۍ په «بامده» سیمه کې د فیضاباد – بهارک پر لویه لار له سړکه د یوه سراچه موټر د وتلو او چپه کېدو له امله شوې ده.
د هغه په خبره، په یاده پېښه کې یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
هغه د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي بللې او ویلي یې دي چې ټپیان د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP