کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وایي، د جایدادونو مالکین دې راستنېدوکو کډوالو ته کورونه په مناسبه کرایه ورکړي او د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې هم په دې برخه کې د اصولو خلاف د کمېشن له اخیستو ډډه وکړي.
په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضربالاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد او هره ورځ ګڼ شمېر کورنۍ هېواد ته راستنېږي.
د دغو کډوالو له راستنېدو سره سم، له تېرو څوو ورځو راهیسې په ټولنیزو پاڼو کې ځینو کسانو لیکلي چې په کابل ښار کې کرایي کورونه د پخوا په پرتله کم پیدا کېږي او که پیدا هم شي، کرایې یې لوړې وي او ځینو یې لا مخکې د خپلو کورونو کرایې لوړې کړې دي.
د عدلیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي، لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، په دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو ډېر افغان کډوال راځي؛ په داسې حال کې چې ګڼ شمېر دغه کډوال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د افغانستان په داخل کې هيڅ ډول امکانات او یا سرپناه نه لري.
خبرپاڼه کې له ټولو خیریه بنسټونو غوښتنه شوې چې له راستنو شوو کډوالو سره د مرستې او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو برخه کې له هيڅ ډول هلو ځلو ډډه ونهکړي او څرنګه چې یې په نورو بېړنیو پېښو کې د خپلو هېوادوالو لاسنیوی کړی، په دې برخه کې به هم اغېزناک اقدامات ترسره کړي.
یاد وزارت دغه راز د معاملاتو لارښوونې له دفترونو هم غوښتي چې له راستنېدونکو کډوالو سره د جایدادونو په کرایه ورکولو برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي او د واقعي بیو خلاف په لوړه بیه د کورونو په کرایه ورکولو او د اصولو خلاف د کمېشن له اخیستو ډډه وکړي.
یاد وزارت ویلي، دغه راز د جایدادونو له هغو مالکینو چې خپل کورونه په کرایه ورکوي، غوښتنه کېږي چې له بېرته راستنېدونکو کډوالو سره همکاري وکړي او خپل جایدادونه هغوی ته په مناسبه کرایه ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP