Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سټنډرډ عالي شورا ۳۰ سټنډرډونه تصویب کړل

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د سټنډرډ عالي شورا په بېلابېلو برخو کې ۳۰ سټنډرډونه تصویب کړل.

د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ وشوه.

خبرپاڼه زیاتوي، په غونډه کې د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو، درملو او ارایشي لوازمو، ساختماني توکو، الکترونیک او مخابراتو، نساجي او چرم، چاپېریال‌ساتنې، پلاستیک، طبي وسایلو، کانونو او د څارویو د حلالې برخو کې ۳۰ سټنډرډونه تصویب شول.

سرچينې لیکلي، دغه سټنډرډونه د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال له لوري تصویب شول او د سټنډرډ ملي ادارې ته یې په جدي توګه د بشپړ تطبیق سپارښتنه وشوه او دغه اداره مکلفه وبلل شوه چې د یادو سټنډرډونو د تطبیق راپور وخت په وخت له اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.

ملا برادر ویلي، په دې سره به هېواد ته د بې‌کیفیته توکو د وارداتو او د هغو د تولید مخنیوی وشي.

د هغه په خبره، سټنډرډونه تولیداتو ته نړۍوال اعتبار ورکوي او په ورته وخت کې د صادراتو په زیاتوالي کې هم مهم رول لري.

د سټنډرډ ملي ادارې لوی رییس مولوي فیض‌الله تمیم هم ویلي، د معیاري سټنډرډونو د تطبیق په صورت کې د انسانانو او حیواناتو روغتیا خوندي کېږي او په ورته وخت کې د خوندي چاپېریال په رامنځته کولو کې هم مؤثر رول لري.

هغه زیاته کړې، په همدې موخه د سټنډرډ ملي اداره په بېلابېلو برخو کې تولیدي فابریکو، شرکتونو او اړوندو ادارو ته معیاري سټنډرډونه ور معرفي کوي.

په یاده غونډه کې پرېکړه شوې چې د تولیدي فابریکو او شرکتونو له تولیداتو د دوامداره نظارت او د تصویب شوو سټنډرډونو د بشپړ تطبیق په موخه دې د سټنډرډ ملي ادارې په مشرۍ له اړوندو وزارتونو او ادارو سره په همغږۍ تطبیقي پلان جوړ او عملي شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.