Language

لغمان کې ترافیکي پېښې؛ درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي

مهترلام (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۴): د لغمان د ترافیکو مدیریت وايي چې د دغه ولایت په الینګار او دولت‌شاه ولسوالیو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حبیب‌الله مبارز پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار اته بجې د الینګار ولسوالۍ اړوند چینچار پله ته څېرمه د یوه موټرسایکل او ریکشې د ټکر له امله دوه کسان مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه راز نن سهار شاوخوا اووه بجې بیا د دولت‌شاه ولسوالۍ اړوند په دګړان سیمه کې یو سرف موټر چپه شوی چې چلوونکي یې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي د پېښې د لامل په اړه څه ونه ویل، خو دغه ډول ډېرې پېښې د چلوونکو د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.