کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): د افغاني سرې میاشتې مرستیال په قطر کې د پولیو د له منځه وړلو د نړیوالو نوښتونو په نوم کنفرانس کې، افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د بهیر له بیا پیل سره، د پولیو د پېښو د زیاتوالي په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د پولیو له منځه وړل د ټولو ګډ مسؤولیت دی.
د افغاني سرې میاشتې په خبرپاڼه کې راغلي چې په قطر کې د پولیو له منځه وړلو د نړیوالو نوښتونو تر عنوان لاندې کنفرانس د افغاني سرې میاشتې د مرستیال حافظ عزیزالرحمن، په قطر کې د اسلامي امارت د سفیر سهیل شاهین، د عامې روغتیا وزارت د مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د قطر د سرې میاشتې د نړیوالې پراختیا او بشري مرستو د څانګې مسؤول دوکتور محمد صلاح ابراهیم، او د بیلګېټس بنسټ د استازو مایکل ګالوې او انا ماریا په ګډون ترسره شو.
حافظ عزیزالرحمن ویلي، چې د روغتیايي ریاست تر چتر لاندې د پولیو پروژه، چې درې کاله وړاندې په کندهار او پکتیکا ولایتونو کې پیل شوې وه، افغاني سرې میاشتې په ښه او منظم ډول پلې کړې ده.
نوموړي ویلي، په هغو سیمو کې چې د پولیو پروژې پلې کېږي، افغاني سره میاشت پکې مهم او اساسي رول لري، او ډاډ یې څرګند کړی چې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپل فعالیتونه په بشپړ شفافیت او ناپیلتوب سره پرمخ وړي.
ده پر ټولو نړیوالو همکارو بنسټونو هم غږ کړی چې د افغاني سرې میاشتې له روغتیايي فعالیتونو ملاتړ وکړي.
دغه راز، عزیزالرحمن د پولیو له منځه وړل د ټولو ګډ مسؤولیت بللی او ویلي یې دي، افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو د بهیر له بیا پیل سره، د پولیو د پېښو د زیاتوالي اندېښنه شته. هغه ټینګار کړی که دې برخې ته جدي پام و نهشي، د افغانستان د هڅو پایلې به بېګټې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP