Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د روسیې توغندیز برید له امله اوکراین کې ۱۵۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): روسیې د اوکراین شمال‌ختیځ کې پر سومي ښار توغندیز برید کړی چې په پایله کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۱۱۷ نور ټپیان دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه برید تېره ورځ شوی دی.

اوکرایني چارواکو ویلي چې دغه برید د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال خونړۍ برید دی چې په پايله کې ۳۴ کسان وژل شوي او ۱۱۷ نور ټپیان دي.

اوکرايني چارواکو ویلي چې د دغه برید له امله ۲۰ ودانۍ زیانمنې شوې دي چې څلور په کې ښوونیز تاسیسات، پنځه اپارتمانونه او پاتې چایخونې او دوکانونه دي او لس موټرونه او ښاري برېښنايي بسونه هم ویجاړ شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له نورو هېوادونو د «سخت» غبرګون غوښتنه کړې ده.

بریتانیا، جرمني او ایټالیا هم دغه برید غندلی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.