Language

د کرکټ له ۱۹ کلنو د کم‌عمره نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالۍ؛ افغانستان هانګ‌کانګ ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړۍوال جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې په خپله دویمه یو ورځنۍ لوبه کې هانګ‌کانګ لوبډلې ته ماته ورکړه.

دغه لوبه چې نن په نیپال کې ترسره شوه، پچه یې د هانګ‌کانګ لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د افغان لوبډلې پر وړاندې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په یاده سیالۍ کې د هانګ‌کانګ لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او په اووه دېرشم اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۷۰ منډې وکړې.

په توپ‌اچونه کې د افغان لوبډلې په ګټه حفیظ الله ځدراڼ درې، نصرت نورستاني دوه، زیت‌الله شاهین، واحدالله ځدارڼ، عزیزخان نیازي، محبوب‌خان او نظیف‌الله امیري د هانګ‌کانګ لوبډلې یو یو لوبغاړي وسوځول.

په مقابل کې افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۵م اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د اتو ويکټو په توپیر یې هانګ‌کانګ ته ماته ورکړه.

افغان لوبډلې پرون په لومړۍ لوبه کې عمان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.

افغان لوبډله به په دغو سیالیو کې خپله درېیمه لوبه د اپرېل په ۱۶مه د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره  ترسره کړي.

ټاکل شوې د کرکټ نړۍوالې شورا د ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبغاړو ۵۰ اووریز نړۍوال جام سیالۍ د راتلونکي ۲۰۲۶ کال په لومړیو میاشتو کې په نمیبیا او زمبابوې هېوادونو کې ترسره شي.