کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): کابینې راستنو شوو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پر چټکټیا ټينګار کړی او دغه راز د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته یې دنده سپارلې چې په ایران کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبيت لپاره دغه هېواد ته یوه ډله ولېږي.
د چارو ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې د کابينې نولسمه غونډه نن د ریيسالوزراء ملا محمدحسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کډوالو کمېسيون ته دنده سپارل شوې چې د هېواد په هغو ولايتونو کې چې د کډوالو لپاره په کې ښارګوټو ته ځمکې تثبيت شوې دي، مستحقو او پر شرايطو برابرو راستانه شوو کډوالو ته دې د ځمکو د توزیع لړۍ پيل شي، څو د ځان لپاره په کې د سرپناه جوړولو کارونه پيل کړي.
په پاکستان کې افغان کډوالو ته د وتلو ورکړل شوی ضربالاجل د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېد؛ د راپورونو له مخې، له هغه راهیسې شاوخوا ۴۰ زره افغانان په زور را ایستل شوي دي.
دغه راز، د ياد کمېسيون ټولې کمېټې مکلفې شوې چې د راستانه شوو کډوالو اړوند خپلو چارو ته متوجه شي او په تثبيت شوو ښارګوټو کې خپلې دندې ترسره کړي.
د کابینې په غونډه کې دغه راز د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ته دنده سپارل شوې چې په ایران کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبيت لپاره دغه هېواد ته یو ټیم ولېږي څو خپلو هېوادوالو ته د پېژندپاڼو او پاسپورټ اخیستو، زدهکړو او نورو برخو کې اسانتياوې رامنځته شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP