Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نیکولسن: اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده

کابل (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی ټوماس نیکولسن وايي، د ده ماموریت پای ته رسېدلی خو اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او په دغه هېواد کې به خپل حضور ته دوام ورکوي.

نیکولسن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، په افغانستان کې یې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه ماموریت د مارچ په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلی دی.

نوموړي لیکلي: «د مارچ په لومړۍ نېټه مې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه خپل ماموریت بشپړ کړ؛ زه د هغه فرصت لپاره چې په یوه حساس وخت کې مې دا دنده ترسره کړه، له کومو افغانانو سره چې مې لیدنې وکړې، له خپلو سیالانو او همکارانو د ملاتړ، ملګرتیا او د موجه والي په صورت کې د هغو د نیوکو له امله منندوی یم.»

هغه څرګنده کړې چې تلل یې د افغانستان پر وړاندې د اروپايي ټولنې د تګلارې د هيڅ بدلون ښودونکي نه دي.

د هغه په خبره، اروپایي ټولنه د افغانستان له خلکو سره خپلې ژمنې او حضور ته د هغو ارزښتونو او ګټو خوندیتوب ته په پاملرنې سره دوام ورکوي او د یادې ټولنې د شورا له مصوباتو سره سم به له افغانستان او نړۍوالو شریکانو سره تعامل ته دوام ورکړي.

نیکولسن اعلان کړی چې د نوي استازي تر ټاکل کېدو پورې به د هغه دنده د اروپا بهرنیو اقداماتو په سرویس کې د افغانستان او پاکستان برخې رییس ډرن ډریا د لنډ مهال لپاره پر غاړه واخلي.

نیکولسن د ۱۴۰۰ کال په غبرګولي میاشت کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په توګه دنده پیل کړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.