اسعداباد (پژواک، ۲۵ وری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت د ریاستالوزراء د پرېکړې پر اساس د کونړ په مرکز اسعداباد او ولسوالیو کې د لویو لارو او عمومي سړکونو د پراخولو عملي چارې پيل شوې.
د کونړ ولایت د ټولګټو ریاست په مشرۍ د لویو لارو د پراخولو کمېسیون غړي وایي، په مرکز اسعداباد او ولسوالیو کې یې د ریاستالوزراء د حکم پر اساس د لویو لارو د پراخولو چارې پيل کړې چې په ترڅ کې به یې د عمومي سړکونو دواړو خواو ته موانع او خنډونه لرې او درې – درې متره به یې پراخ کړي.
د یاد ریاست رییس قاري قدرتالله معاذ پژواک خبري اژانس ته وویل: «کونړ ولایت کې مو د لویو لارو دواړو خواوو ته د درې درې متره پیادهرونو د رامنځته کېدو په موخه عملي چارې پیل کړې، هڅه کوو چې دا لړۍ د کونړ ټولو سیمو ته وغځوو.»
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت د ریاستالوزراء د حکم د ښه تطبیق لپاره یې په ولایتي کچه د حکومتي ادارو ۱۳ کسیز کمېسیون رامنځته کړی او هڅه کوي چې ورسپارل شوی مسوولیت په سمه توګه سر ته ورسوي.
په همدې حال کې د کونړ یو شمېر اوسېدونکي هم د حکومت له دغه اقدامه خوښ دي او زیاتوي چې دا لړۍ دې د کونړ ټولو سیمو ته وغځېږي.
د اسعداباد یوه اوسېدونکي سید عظیم وویل، د سړکونو له پراخوالي او د پلو لارو په رامنځته کېدو سره به نه یوازې په ښار کې ګڼه ګوڼه او بېنظمي کمه شي، بلکې په ترافیکي پېښو کې به هم د پام وړ کموالی راشي.
هغه زیاته کړه: «موږ د حکومت دغه اقدام ستایو خو غوښتنه مو دا ده چې سړکونه او هغه ځایونه چې وران شوي بېرته په اساسي ډول ورغول شي.»
دغه راز، د منورې ولسوالۍ اوسېدونکي دلبار باجوړي وویل، د اسعداباد ښار تنګوالی د دې لامل شوی چې په ښار کې یې بېنظمۍ او ګڼه ګوڼه رامنځته کړې ده.
هغه زیاتوي چې حکومت ته دې په ښار او ولسوالیو کې ودانیزې چارې د ماسټر پلان سره سمې ترسره کړي.
نوموړي وویل: «زموږ ټول ښار د ماسټر پلان خلاف جوړ شوی دی، داسې نه چې حکومت اوس د سړکونو د پراخوالي هڅې پیل کړي او کال یا دوه کاله بعد بیا ځل هڅه وکړي چې سړک پراخوو او یا هم ودانۍ ورانوو، نو هر څه چې کېږي باید ماسټر پلان سره سم وشي.»
همدارنګه، د اسعداباد ښار د اصنافو د اتحادیې غړی میرویس خان ټینګار کوي چې حکومت دې د هغو خلکو جایدادونه چې د سړک پراخوالي په حدودادتو کې له منځه ځي، استملاک او په بدل کې دې یو څه اندازه پیسې ورکړي.
هغه وویل: «موږ ډېر غریب خلک یو او اقتصاد مو خراب دی، زما یو دکان دی په هغه هم نقشه راغلې او له منځه ځي، موږ به څه کوو له دې هټۍ مو بچیانو ته یوه نفقه پیدا کوله، حکومت ته په کار ده چې موږ ته یې په بدل کې یو څه راکړي.»
د یادولو ده چې د ریاستالوزراء د پرېکړې پر اساس حکومتي مسوولینو ته امر شوی چې په ټول هېواد کې د سړکونو د پراخوالي او پیادهرونو د رامنځته کېدو په موخه د سړک دواړو خواوو ته باید درې – درې متره د پلي تګ لپاره پرېښودل شي.
دا په داسې حال کې ده چې پژواک خبري اژانس دوه اونۍ مخکې د اسعداباد ښار د داخلي سړکونو د تنګوالي او له امله یې د رامنځته شوو ښاري بېنظمیو په اړه راپور خپور کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP