Language

افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې خپله لومړۍ لوبه سریلانکا ته وبایلله

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): افغان ابدالیان کرکټ لوبډلې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې خپله لومړۍ لوبه د سریلانکا الف لوبډلې ته وبایلله.

دغه سیالي چې نن د متحده عربي اماراتو د ابوظبۍ په زاید کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او د سریلانکا الف لوبډلې پر وړاندې یې لومړۍ د توپوهنې پرېکړه وکړه.

په دغه سیالۍ کې افغان ابدالیان لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکل شوو ۵۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۸ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې لوبډلمشر دروېش رسولي ۱۵۵، اعجاز احمدي ۳۵ او اکرام علي‌خېل ۳۲ منډې وکړې.

په مقابل کې د سریلانکا الف لوبډلې په ۴۲م اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف پوره کړ او د شپږو وېکټو په توپیر یې افغان ابدالیان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه درې اړخیزه سیالۍ تېره یکشنبه د افغان الف «افغان ابدالیان»، د سریلانکا الف او ایرلینډ الف لوبډلو ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب پیل شوې دي.

د یادونې ده، افغان ابدالیان لوبډله به د یادو سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ایرلینډ له الف لوبډلې سره ترسره کړي.