Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اقتصادي کمېسیون د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده تایید کړه

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د ملي پراختیا د ستراتیژۍ مسوده او د بغلان په خنجان ولسوالۍ کې د تیر پارک او د غزني په مرکز کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې تایید شوې.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه ترسره شوه.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې غونډه کې د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه چې له هراړخیزې ارزونې وروسته او د اقتصادي کمېسیون له لوري د راغلو تعدیلاتو په پام کې نیولو سره تایید شوه.

د ملي پراختیا ستراتيژۍ مسوده هغه جامع، واحد او اوږدمهاله سند دی چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د بنسټیزو ملي موخو د تعیین او ترلاسه کولو په پار د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت په مشرۍ، د اقتصاد وزارت په سکرتریت او د اړوندو سکټوري وزارتونو په ګډه همکارۍ چمتو شوی دی.

دغه ستراتيژي د یو باثباته، هوسا او له سیمې او نړۍ سره په ښو اړیکو سمبال افغانستان لیدلوری لري چې موخې یې د اسلامي شریعي قانون ټینګښت، د اغېزمنتیا، روڼتیا او حساب ورکونې اصل تأمینول، د سیمې او نړۍ سره د اغېزمنو او نېکو اړیکو پراختیا، د پایښت لرونکې سولې او عمومي امنیت ټینګښت، کارموندنه او اقتصادي وده، د دیني او ملي ارزښتونو، ارضي تمامیت او اسلامي حاکمیت ساتنه، د ملي او طبیعي سرچینو د مدیریت اغېزمنتیا لوړول، د بنسټیزو خدمتونو د عرضې ښه‌والی، د صنعت، سوداګرۍ او خصوصي سکټور و دې د زېربنا پراختیا او سیمه‌ییز اتصال، د ټولنیز خوندیتوب او د ژوند چاپېریال ښه والی ښودلې شوې دي.

همدارنګه د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه څو د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ کې پر طبیعي حوض او د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ په کله‌ګوش سیمه کې د برېښنا بندونو د امکان سنجۍ مطالعاتو ترسره کولو پروژې د ۱۴۰۴مالي کال په بودیجه کې ونیسي.

د غونډې په پای کې د خصوصي سکټور له لوري د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ کې د تیر پارک جوړولو او د غزني ولایت په مرکز کې تر ځمکې لاندې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحې هم تایید شوې.

د یادو طرحو له مخې به خصوصي سکټور په خنجان ولسوالۍ کې د تیر پارک جوړولو په موخه ۲۰۹ میلیونه افغانۍ او په غزني ښار کې تر ځمکې لاندې سوداګریز مارکېټ جوړولو په موخه چې ۵۱۱ هټۍ به ولري، ۳۰۹ میلیونه افغانۍ پانګونه کوي.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې یاد موضوعات د منظورۍ په موخه د اسلامي امارت د مشر دفتر ته واستول شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.