کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د یوناما مشرې د پکتیا له مرستیال والي سره په لیدنه کې ژمنه کړې چې د کوچنيو سوداګريو پياوړتيا، پوهنې، کرنې او کډوالو ته د اسانتياوو برابرولو برخو کې به نړۍوالې مرستې راجلب او په دې برخه کې به هڅې لا زیاتې کړي.
د پکتیا ولایت مقام خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت مرستیال والي شيخ انعامالله صلاحالدين د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د يوناما له مشرې روزا اتونبایوا او مل پلاوي سره وکتل.
اتونبایوا په دې لیدنه کې ویلي، نه يوازې په پکتيا، بلکې په ټول هېواد کې د اقتصادي ودې، نشهیي توکو د مخنيوي، سوداګرۍ پياوړتيا او نورو اړينو برخو کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
هغې ویلي: «موږ د پاکستان هغه کړنه غندو چې د ټولو اصولو خلاف افغان کډوال په جبري توګه بېرته افغانستان ته لېږدوي.»
خبرپاڼه کې راغلي، هغې ژمنه وکړه چې د کوچنيو سوداګريو پياوړتيا، پوهنې، زراعت او کډوالو ته د اسانتياوو برابرولو برخو کې به نړۍوالې مرستې راجلب کړي او يوناما به په دې برخه کې خپلې هڅې لا زياتې کړي.
د پکتيا مرستيال والي شيخ انعامالله صلاحالدين هم ویلي، اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د سوداګرۍ او نورو برخو کې مثبت تعامل غواړي.
هغه ویلي، يوناما بايد د خپل مسووليت پر اساس نړۍوالو ته دا قناعت ورکړي چې افغانستان اوس د ثبات، پرمختګ او ښه راتلونکي پر لور روان دی.
د پکتیا مرستیال والي ویلي چې له افغانانو سره بايد د ښه تعامل له لارې پۀ بېلابېلو برخو کې عملي او اغېزناکې مرستې وشي، څو وکولای شي خپل هېواد او نظام نور هم پياوړی او غښتلی کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP