Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان له زندانونو ۲۹۶ افغان کډوال ازاد شول

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ۲۹۶ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ هېواد ته راستانه شول.

سرچینې د کندهار د سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي چې یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر پنځو ورځو بندیان وو.

د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له تر لاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.

خو د کډوالو چارو وزارت نه دي ویلي چې دا مهال څومره افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې وري میاشتې په ۲۴مه هم ۹۱ تنه افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.