Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې

لښکرګاه (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې چې د ژوند لومړنۍ ټولې اسانتیاوې به ولري.

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې نن د یوه خصوصي شرکت له لوري د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې چې کورونه، د اوبو منظم سیسټم، روغتیايي مرکزونه، ښوونځي، سوداګریز مارکېټونه او د لوبو میدانونه به ولري.

د یاد شرکت مسوول محمدعیسی عمري نن د دغه ښارګوټي د رغنیزو چارو د پیل مراسمو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ښارګوټی پر ۶۵۰ جریبه ځمکه جوړېږي.

نوموړي زیاته کړه: «عمري ښارګوټی چې نن یې رغنیزې چاري پیل شوې، ۶۵۰ جریبه شخصي ځمکه ده، ۲۷۰۰ کورنه به په‌کې جوړ شي، ۱۰۰ سوداګریز سوپرمارکېټونه او نور هم لکه روغتیایي مرکزونه، ښوونځي، مدرسې او نورو د لوبو میدانونه څخه به برخمن وي او په مستقم ډول به ۲۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم په‌کې برابره شي.»

په همدې حال کې، د دغه ولایت د کور او ښار جوړونې ریاست رییس مولوي شمس‌الله ناظم وویل، یاد ښارګوټی د ښار جوړونې له وزارت سره په همغږۍ رغول کېږي .

هغه وویل: «د دغه ښارګوټي پلان د ښارجوړوني ریاست تخنیکي ټیم له خوا جوړ شوی دی او د ښار او کور جوړوني وزارت هلمند ولایت کې منظور کړی دی او د دغه ښارګوټي جوړولو کې به درې زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.»

همدارنګه د اقتصادي چارو کارپوه نیازمحمد فرید وویل، د دغه ډول ښارګوټي جوړول د خلکو د اقتصاد په پیاوړتیا کې هم مهم رول لري .

نوموړي زیاته کړه: «له یوه پلوه به یادې ولسوالۍ ته ښکلا ورکړي او له بلې خوا به خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي او د ټول ولایت د پرمختګ سبب به وګرځي.»

ورته مهال، د دغه ولایت اوسېدونکي هم خوښ دي چې د هلمند په یوه جګړه‌ځپلې ولسوالۍ کې د یوه خصوصي شرکت له لوري دغه ډول استوګنیز ښارګوټی جوړېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.