Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د غلا په تور اووه کسان نیول شوي

هرات (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د هرات امنیه قومانداني وايي چې په دغه ولایت کې د وسله‌والو غلو د یوې ډلې اووه غړي نیول شوي دي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هرات ښار د پنځمې امنیتي حوزې د منسوبینو په یو لړ کشفي عملیاتو کې د یادې حوزې له مربوطاتو د وسله‌والو غلو د یوې ډلې اووه کسان نیول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کسان تورن د مبایلونو او د خلکو د وسایلو پر غلا کولو تورن دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې له یادو کسانو درې میله کمري وسله، یو موټر او یوه اندازه نغدې پیسې هم ترلاسه شوي او نیول شوي کسان د امنیتي ځواکونو تر نظارت لاندې دي.

سرچینې زیاته کړې، نیول شوي کسان په څو نورو جنايي قضیو کې هم لاس لري او د یاد ولایت د یوه اوسېدونکي پر قتل یې هم اعتراف کړی دی.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.