کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): واشنګټن پوسټ راپور ورکړی چې په افغانستان کې د امریکایي وسلو ځینې په پاکستان کې د وسلهوالو لاس ته ورغلې، خو ا.ا وایي، افغانستان کې امریکایي وسلې خوندي دي، دغه وسلې له پخوا په تور بازار کې وې، دا په دې معنا نه ده چې هر څوک امریکایي وسلې ولري، هغه دې له افغانستانه ور رسېدلې وي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تېره ورځ راپور ورکړی چې په افغانستان کې د امریکایي وسلو ځینې د پاکستاني طالبانو (ټيټيپي) او نورو وسلهوالو لاس ته لوېدلې، په بریدونو کې ترې کار اخیستل کېږي او پلورل کېږي.
خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت یاد راپور ته په غبرګون کې ویلي: «دا خبره غلطه ده چې ګواکې امریکايي وسلې او نور مهمات له افغانستانه نورو هېوادو ته قاچاق شوې او هلته د ځينو وسلهوالو ډلو لاسو ته رسېدلې دي.»
هغه زیاته کړې، امریکایي وسلې د تېر شل کلن جنګ پر مهال افغانستان ته راوړل شوې دي، دغه وسلې له پخوا په تور بازار کې وې او دا هیڅکله په دې معنا نه ده چې څوک امریکایي وسلې ولري، هغه دې اوس له افغانستانه ور رسېدلې وي.
فطرت ویلي: «د پاکستان له لارې د کراچۍ او نورو بندرونو څخه د اشغالګرو ځواکونو اکمالات کېدل او لوجستیکي کاروانونه په پاکستان کې راتېرېدل، دا په ځلونو پېښه شوې ده چې کانټیرونه مات شوي او د هغوی هغه وسلې او تجهیزات په پاکستان کې د وسلو تور بازار رسېدلې دي.»
فطرت دغه زار وویل، په افغانستان کې ټول نظامي مهمات او ټولې وسلې په خوندي او محفوظ شکل ډيپو شوې او د هر ډول قاچاق مخه یې نیول شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP