Language

غزني کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ ترسره شوې

غزني ښار (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش ادارې مسوولین وایي، غزني ښار کې د ولایت په کچه د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې.

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سیالۍ چې ۱۵ ورځې مخکې په مرکز غزني کې د کوچني اختر په مناسبت پیل شوې وې، د «فروشګاه» والیبال لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.

هغه وویل، د دغو سیالیو په پایلوبه کې فروشګاه لوبډلې شالېز لوبډلې ته ۳ پر ۱ ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړ.

هغه زیاته کړه، په دغه سیالیو کې لومړي او دویم مقام ګټوونکو لوبډلو ته ډالۍ هم ووېشل شوې.

مجاهد زیاته کړه: «د دغو سیالیو له جوړېدو څخه مو موخه د والیبال لوبې ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول، هڅول، له نشه‌يي توکو څخه لرې ساتل او د هغوی ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول وو.»

ورته مهال، هغه لوبغاړي چې په دې سیالیو کې یې برخه اخیستې وه، خوښ دي او په راتلونکې کې هم د دغه ډول سیالیو د جوړېدو غوښتنه کوي.

Related Topics