Language

د ناروې شارژدافیر: د نړۍوالو بنسټونو له لارې د افغان کډوالو لاسنیوی ته دوام ورکوو

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د ناروې شارژدافیر له پاکستان څخه د افغان کډوالو په جبري ایستلو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې د نړیوالو بنسټونو له لارې د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکوي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د ناروې له شارژدافیر پير البرټ الساس سره لیدلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې الساس د لیدنې پر مهال له پاکستان څخه د افغان کډوالو په زور ایستل غندلي او ویلي یې دي، چې د ناروې حکومت به له نړیوالو بنسټونو سره د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړي.

مولوي عبدالکبیر هم ویلي، اسلامي امارت له تبعیض پرته ټولو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي، د هېواد د بیا رغونې لپاره هڅې کوي، او د کډوالو دایمي حل ته ژمن دی.

هغه د افغان کډوالو جبري ایستل د ټولو نړیوالو اصولو خلاف بللي او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د کډوالو د دایمي استوګنې لپاره کار کوي او د نړیوالو مرستې ورته اړینې دي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اسلامي امارت له اروپايي هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د هر ډول ستونزو حل ته خبرې او تفاهم لومړیتوب ورکوي.