Language

د پاکستان له زندانونو ۱۴۷ نور افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ۱۴۷ نور افغان کډوال چې په پاکستان کې بندیان وو، ازاد او بېرته هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د دغه مطلب څرګندولو ترڅنګ لیکلي چې یاد شمېر افغان کډوال تېره ورځ د پاکستان له زندانونو ازاد او نن (چهارشنبه) هېواد ته راستانه شول.

سرچینې د کندهار د سپین‌بولدک د سرحدي امریت له قوله لیکلي: «یاد کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر پنځو ورځو بندیان وو.»

د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته ولېږدول شول.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم ۲۹۶ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.