Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فطرت: د افغانستان له خاورې د ګواښونو په اړه د ټولیز امنیت تړون سازمان اندېښنې بې‌ځایه دي

کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): د ټولیز امنیت تړون سازمان د افغانستان له ځینو سرحدي ولایتونو د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې، خو ا.ا وایي، په دې اړه اندېښنې بې‌ځایه دي، د پولو د امنیت خوندي کولو لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستي او د سیمې امنیت په اړه باید ټول هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي.

د ټولیز امنیت تړون سازمان د منشي دفتر ویاندې ناتالیا خریتونوا، ایزوستیا ورځپاڼې ته ویلي، دغه سازمان د افغانستان له سرحدي ولایتونو چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پوله لري، د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښمن دی او باور لري چې له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا ته اړتيا ده.

د هغې په وینا، تاجکستان چې له افغانستان سره ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري، د امنیت په تامین کې مهم رول لري او دغه هېواد چمتو دی چې له افغانستان سره د غځېدلې پولې د امنیت ټینګښت لپاره د امنیت تړون سازمان د تقویتي پروګرام لومړی پړاو پیل کړي.

خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د یاد سازمان د اندېښنو په ځواب کې ویلي، په افغانستان کې له تېرو درې‌نیمو کلونو راهیسې یو بې‌ساری امنیت ټینګ شوی او د هېواد ټوله جغرافیه د اسلامي امارت د ځواکونو تر کنټرول لاندې ده.

ده ویلي: «دفاعي ځواکونه د پولو امنیت ته پوره متوجه دي، هيچا ته د افغانستان له خاورې امنیتي تهدید نه دی متوجه، په دې اړه ټولې اندېښنې بې‌ځایه دي او موږ یې ردوو، دا یوازې پر ځینو ناسمو معلوماتو او اوازو بنا د دوی وهم او وېره ده.»

فطرت زیاتوي، افغانستان د ټولیز امنیت تړون سازمان د غړو په ګډون ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به نورو هېوادونو ته هيڅ امنیتي ګواښ نه متوجه کېږي.

هغه زیاته کړې، د قاچاق د مخنیوي او د پولو د امنیت خوندي کولو برخه کې هم اسلامي امارت کوټلي ګامونه اخیستي، د سیمې د امنیت او د ګډو ننګونو په اړه باید ټول هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.