کابل (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): د ترافیکو عمومي ریاست وایي چې ټکسيچلوونکي دې له شخصي موټرو د ټکسي په توګه د استفادې له ممنوعیته ناوړه استفاده نه کوي، که نه له قانوني چلند سره به مخ شي.
د ترافیکو عمومي ریاست نن په یوه اعلامیې کې ویلي، په دې وروستیو کې له شخصي موټرو د ټکسي په توګه د استفادې له ممنوعیته وروسته ځیني ټکسيچلوونکو له دغه فرصته ناوړه استفاده کوي او ډېرې سرغړونې لکه په ممنوعه ځایونو کې توقف، له حده ډېر سپرلي پورته کول، له ټاکل شوې کرایې ډېره کرایه اخیستل او ښاري نظم ته ناپامي ترسره کړې دي.
دغه ریاست ویلي: «په دې وروستیو کې په ټول هېواد کې له شخصي موټرو د ټکسي په توګه پر استفادې بندیز لګول شوی او ټکسي وسایطو ته د فعالیت زمینه برابره شوې ده، نو بناً د ټکسي موټرو له محترمو مالکینو او چلوونکو غوښتل کېږي چې له دغه فرصته ناوړه ګټه پورته نه کړي.»
د ترافیکو عمومي ریاست زیاته کړې چې په دې اړه ډېر راپورونه دغه ریاست ته رسېدلي او باید چلوونکي ترافیکي قوانین رعایت کړي، که نه له قانوني چلند سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترافیکو عمومي ریاست د روان کال د وري په ۱۷مه ویلي وو چې له دې وروسته هيڅوک نهشي کولای له شخصي وسایطو د ټکسي په توګه استفاده وکړي او کوم چلوونکی چې لېوالتیا لري له خپل شخصي موټره د ټکسي په توګه استفاده وکړي، باید خپل موټر ټکسي ته واړوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP