کندهار (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴): تېره شپه د کندهار ښار د ۱۲مې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې یو ځوان د وسلهوالو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
تېره شپه شاوخوا نهه بجې د کندهار ښار د دوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د بلالاحمد په نوم یو ځوان د خپل کور مخې ته په ډزو وژل شوی دی.
په سیمه کې یو شمېر عیني شاهدانو پژواک خبري اژانس ته وویل، وسلهوال کسان غله وو او له وژل شوي ځوان څخه د موټرسایکل اخیستلو پرمهال یې پر هغه ډزې وکړې.
ورته مهال، د بلالاحمد د کورنۍ یوه غړي احمدضیاء وویل: «هغه کور ته د ننوتلو حال کې و، موټرسایکل ورسره و، غله ورباندې راغلي، درولی یې دی، موټرسایکل یې ورڅخه اخیسته، ده ورسره شخړه کړې او هغوی ورباندي ډزې کړې دي.»
په همدې حال کې د کندهار د امنیه قومانداني ویاند وايي، پولیسو د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې پیل کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP