غزنيښار (پژواک، ۲۷ وری ۱۴۰۴ ): غزني کې د زینتي مرغانو کاروباریان وايي، د خلکو د خراب اقتصادي وضعیت، پر ښکار او د مرغانو پر صادراتو او وارداتو بندیز هغه لاملونه دي چې د دوی پر کاروبار یې منفي اغېز کړی او پېر او پلور یې کم شوی دی.
له کلونو راهیسې د هېواد په نږدې ټولو ولایتونو کې یو شمېر کسان د خپل شوق او علاقي له مخې په کورونو، مېلمستونونو، دوکانونو او کارځایونو کې بېلابېل ډول زینتي مرغان لکه توتیان، کوترې، ښارو، زرکان، مړزان او نور ساتي.
خو اوس په غزني کې د دغو زینتي مرغانو کاروباریان وايي، د اسلامي امارت له لوري پر ښکار او د مرغانو پر صادراتو او وارداتو بندیز او د مرغانو له ساتلو او پاللو سره د خلکو لېوالتیا کمېدل د دې لامل شوي چې د دوی کاروبار کمرنګه شي.
د غزني ښار په زړه کې د مرغانو د بازار یوه هټۍوال فواداحمد پژواک خبري اژانس ته وویل: «د مرغانو د خرڅلاو بازار د پخوا پرتله ښه نه دی، خراب شوی، د مرغانو هغه د پېر او پلور بازار چې مونږ به پهکې راټولېدو، اوس هغه پخوانی رنګ نه لري.»
هغه زیاته کړه، د خلکو خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی چې د مرغانو شوق پرېږدي.
د مرغانو یوه بل پلورونکي امیدالله هم وویل: «په دې وروستیو کې د خلکو خراب اقتصادي وضعیت د دې لامل شوی چې کاروبارنه کمزوري شي، زموږ کاروبار هم کمزوری شوی دی.»
ورته مهال، ځيني نور کاروباریان بیا د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د حکومت له خوا د مرغانو پر ښکار او صادراتو او وارداتو بندیز هغه نور لاملونه یادوي چې د مرغانو بازار یې خراب کړی دی.
له دې ډلې د مرغانو یوه پلورونکي ۶۰ کلن لطفاحمد وویل: «خلک بېوزله دي، چې ښکار ونه کړي او نورو هېوادونو ته یې صادر نه کړي، حتمي به د زینتي مرغانو کاروبار کمرنګه کېږي.»
نوموړي دغه راز زیاته کړه: «پخوا به ډېر مرغان له پاکستان، هند او ایران څخه راتلل، له دې خوا به افغاني غرني زرکان او نور پاکستان، ایران او له هماغه ځایونو جرمني او نورو هېوادونو ته تلل، خو اوس د دغه کار اجازه نسته.»
بلخوا بیا د چاپېریالساتنې برخې ځیني کارپوهان وایي، د مرغانو ازادي د چاپېریال او طبیعت ښکلا ته ګټه رسوي.
غزني کې د چاپېریالساتنې برخې یوه کارپوه محمدمزمل غزنوي پژواک ته وویل: «مرغان خپله طبیعت دی، که یې اوازونه اورو، که یې رنګ وینو، که یې الوتنې ګورو، دا ټول د طبیعت ښکلا ډېروي او باید په قفس کې وانهچول شي.»
دغه راز د غزني د چارپېریالساتني رییس مولوي احمدالله عرفان وایي، د زینتي مرغانو د نسلونو ورکېدو له وېرې د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم دوی د مرغانو پر ښکار بندیز لګولی دی.
د غزني د مرغانو په بازار کې بېلابېل ډول مرغان لکه کنري، توتیان، زرکان، سایرې، چوغکې، مرغ عشق، واټر، ګلسر، سوزه، کاو، کوترې، ښارو او نور پیدا کېږي چې ځیني يې تر ۵۰ زره افغانیو پورې بیه لري.
که څه هم د مرغانو پالل او ساتل د خلکو په منځ کې یو شوق دی خو د ډېرو لپاره بیا لکه په غزني کې د یاد بازار د هټۍوالو په څېر خپلې کورنۍ ته د نفقي پیدا کولو یوه وسیله ګرځېدلې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP