جلالاباد (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي چې د دغه ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې پر يوه ښوونځي تندر لوېدلی چې له امله يې يو ښوونکی او څلور زدهکوونکي ټپيان شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداسحاق حليم پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ له غرمې وروسته يوه نیمه بجه د خوږياڼو ولسوالۍ اړوند د قیلغو د نجونو لېسه کې پر يوه تدریسي خونه د تېز باران پر مهال تندر لوېدلی چې له امله یې يو ښوونکی او څلور زدهکوونکي ټپيان شوي دي.
هغه زیاته کړه چې یاد کسان در درملنې په موخه د خوږياڼو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP