پلعلم (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): د لوګر ولایتي روغتون کې د ملي دفاع وزارت د طبي علومو اکاډمۍ په ملاتړ د اورتوپيدي ځانګړې څانګه پرانیستل شوه.
په همدې مناسبت د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست له خوا جوړه شوې غونډه کې د ملي دفاع وزارت د روغتیايي خدماتو مرستیال برید جنرال عبدالولي احمدزي وویل، د لوګر نائب امینالله خان لوګري روغتون کې د لومړي ځل لپاره د ملي دفاع وزارت د روغتیايي علومو اکاډمۍ په ملاتړ د هډوکو ناروغیو د درملنې (اورتوپيدي) مرکز پرانیستل شو.
نوموړي وویل، دا مرکز به د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې ولس ته په وړیا توګه خدمات وړاندې کوي.
هغه همدارنګه وویل، په تېرو درېیو کلونو کې څلور سوه بستریز روغتون کې پرمختللې دستګاوې، تخصصي څانګې، په ځانګړي ډول د هډوکو ناروغیو د درملنې برخه کې د پام وړ پرمختګ رامنځته شوی دی.
بلخوا، د لوګر ولایت د عامې روغتیا رییس حافظ سعیدالرحمن قادري وویل، په لومړي ځل د دغه څانګې فعالېدل د لوګر روغتیا پالانو لپاره ستره لاستهراوړنه ده او اوسمهال د دغه ولایت په ټولو سیمو کې اساسي روغتیايي خدمات له ۶۷ مرکزونو څخه ۱۱۷ مرکزونو ته لوړ شوي دي.
قادري زیاته کړه، روان کال کې به د روغتیا برخه کې پنځه روغتیايي مرکزونو ته ودانۍ جوړې شي او روغتیا برخه کې به د پام وړ پرمختګونه رامنځته شي.
ورته مهال، د طبي علومو اکاډمۍ قوماندان داکټر اسماعیل وردک وایي چې دا مهال د لوګر په ګډون ټول هېواد کې له شلو څخه زیات د ساین څانګې فعالې شوې دي چې ټول خدمات او درملنه یې په وړیا توګه په لوړ کیفیت هغو ناروغانو ته وړاندې کېږي، چې هډوکې یې مات شوي وي.
د لوګر په ولایتي روغتون کې په داسې کې د اورتوپیدي څانګه پرانیستل شوه چې د دغه ولایت د یو شمیر لرو پرتو ولسوالیو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د روغتیايي مراکزو او ښځينه ډاکټرانو د فعالیت پراختیا غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP