Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

غزني‌ښار(پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۴): غزني کې سیمه‌ییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت ناور ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابو خالد پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون ناوخته د ناور ولسوالۍ په برجکي سیمه کې شوې هغه مهال شوې چې یو موټر له سړکه اوښتی او چپه شوی چې له امله یې دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي، مړي یې کورنیو ته سپارلي او ټپیان یې د درملنې لپاره نږدې روغتون ته انتقال کړي دي.

د هغه په وینا، د پېښې لامل د ترافیکي اصولو نه مراعات کول او د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.